یو پښتون مستري وړه الوتکه جوړه کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

محمد اشرف، چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې بوستان اوسېدونکی دی، په خپل لګښت یې یوه کوچنی هوايي جهاز جوړ کړی دی. هغه د دې الوتکې لپاره هېڅ سامان له بهر هېواد نه دی راوړی او زیاتره پرزې یې د موټرو کارولې دي. محمد اشرف، چې یو مستري دی، وايي له وړوکتوبه یې په هوا کې د الوت شوق درلود. نوموړی زیاتوي چې د پېښور له قاضي وروڼو یا برادرانو یې د الوتکې الوزولو چل زده کړی دی. هغه په بریالیتوب سره خپله الوتکه الوزولې او کښېنولې ده. تفصیل په ویډیو کې.