ایت الله خامنه يي وايي اسرايیلو او امریکا ته به "غاښ ماتوونکی ځواب" ورکړي

ایت الله علي خامنه يي په تهران کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خبرداری ورکړی چې اسرايیلو او امریکا ته به "غاښ ماتوونکی ځواب" ورکړي.

نوموړي د نومبر پر دویمه په تهران کې د امریکا پر سفارت د حملې ۴۵م کلیزې په مناسبت غونډې ته وویل، "موږ به صريحاً هر هغه څه کوو چې راته کول په کار دي - هغه که له پوځي، د وسلو او يا هم سياسي لارو وي."

ده زیاته کړه چې ایرانیو چارواکو وار له مخه یې هغو چارو ته دوام ورکړی دی.

خامنه یي دا څرګندونې د اسرايیلو د هغو بریدونو په غبرګون کې کړې چې پر ایران او د هغه هېواد پر نیابتي ډلو یې کړي دي. تهران هغه ډلې د خپلې مقاومتي جبهې په توګه يادوي.

امریکا او اسراییلو لا د ایران د ستر مذهبي مشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو امریکا د اکتوبر پر ۲۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ايران ته خبرداری ورکړی وو چې که پر اسراييلو یا په منځني ختيځ کې یې د پرتو امريکايي پوځیانو او کارکوونکو پرضد نور جنګي اقدامات وکړل نو "سختې پایلې" به وویني.

اسراییلو او ایران په وروستیو کې پر یو بل یوشمېر مستقیم او غیرمستقیم بریدونه کړي دي.

اسراییلي پوځ د اکتوبر پر ۲۶مه وویل چې د اکتوبر ۲۵مې شپې مهال یې د ایران له خوا د اکتوبر په پیل کې د شوې حملې په ځواب کې هوايي برید کړی دی. اسراییلو پر هغه شپه د ايران پر کارخانو او نورو ځایونو توغندي وویشتل.

ایرانیو رسنیو د اکتوبر پر ۲۵مه شپې ناوخته د پلازمېنې تهران په شاوخوا کې د چاودنو خبر ورکړی وو او وروسته یې وویل چې پکې یې دوه سرتېري وژل شوي دي.

تر دې مخکې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ایران پر اسراییل د بیلېسټېک توغندیو یو لوی برید وکړ چې پکې یې شاوخوا ۲۰۰ توغندي وکارول. تهران ویلي ول چې هغه برید یې د حزب‌ الله او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د مشرانو د وژلو په غبرګون کې کړی وو.

اسراییلو په هغه برید کې د خپل دفاعي سېسټم په مرسته ډېری توغندي په فضا کې شنډ کړل او د برید له امله زیات مالي تاوانونه و نه شول.

تر دې وړاندې ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلود څه باندې ۳۰۰ بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه کړي ول. هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.