د پاکستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلې په لومړۍ ۵۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي

اسټرالیايي لوبغاړي د پاکستاني توپوهونکي په سوځولو خوشالي کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان او اسټرالیا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د درې یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو لوبلړۍ پیلېږي.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د نومبر پر څلورمه د مېلبرن په لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي. هغه سیالي د پېښور پر وخت د سهار پر اته نیمو او د کابل پر اتو بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه ۵۰ اووره سیالي د نومبر پر اتمه او وروستۍ د نومبر پر ۱۰مه وشي.

تر دې وروسته به د نومبر له ۱۴مې څخه د دواړو لوبډلیو ترمینځ د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان کرکټ بورډ په وروستیو کې وېکټ ساتونکی بیټر محمد رضوان د سپین توپ یا بال سیاليو لپاره د لوبډلې کپتان په توګه وګوماره.

تر اسټرالیا وروسته به د پاکستان د کرکټ لوبډله زېمبابوې ته ځي چې هلته کوربه لوبډلې سره د درې یو ورځنیو او درو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي.