واشنګټن کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د نومبر پر پینځمه د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. له سپینې ماڼۍ سره نېږدې د کاروباري او دفتري ودانیو د ښیښو کړکۍ په لرګیو پوښل شوې دي. د ښار د پولیسو مشره وايي، هېچا ته د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوي او د امنیت لپاره یې پولیس ځای پر ځای کړي دي. نور د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په ویډیويي رپورټ کې.