ډېره اسماعيل خان کې پر پوځي قافله بريد کې ۱ سرتېری وژل شوی او څلور ژوبل دي

پوځیان په ډېره اسماعیل خان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر قافله بريد کې يو پوځي سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په درابڼ ګنډي عاشق سیمه کې د نومبر پر پینځمه غرمه يوه نيمه بجه ناپېژندليو وسلوالو د فرنټيېر کانسټېبلري د ګاډیو پر قافله بريد وکړ چې په نتيجه کې يې يو سرتېری ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې. تر پېښې وروسته پوځ او پوليسو د لټون عمليات پيل کړي دي. د خیبر پښتونخوا د یو شمېر نورو سیمو په څېر په ډېره اسماخیل خان او په ځانګړې توګه درابڼ کې له تېر څه مودې راهیسې امنیتي حالات ډېر خراب شوي دي.

په دې سيمه کې يوشمېر وسلوال بريدونه شوي چې پکې د امنیتي ځواکونو او پوليسو په ګډون سياسي او مدني فعالان هم وژل شوي دي.

د سيمې خلکو د ناامنیو پرضد جرګې او مظاهرې کړې دي. حکومت وايي چې د ناامنیو ختمولو ته ژمن دی او د وسلوالو ضد يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.