افغانستان او بنګلادېش نن د کرکټ لومړۍ ۵۰ اووره سیالي لري

افغان لوبغاړي د بنګلادېشي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - پخوانی انځور.

د افغانستان او د بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووره لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د نومبر شپږمې سیالي د کابل پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو او د پېښور پر درو بجو پیلېږي.

د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه سیالي د نومبر پر نهمه او وروستۍ یې د نومبر پر ۱۱مه د شارجې په لوبغالي کې کېږي.

داراز، ټاکل شوې چې د پاکستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د نومبر پر اتمه په دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

کوربه اسټرالیا وار له مخه لومړۍ سیالي ګټلې او د درې سیالیو په لوبلړۍ کې مخکې ده.