امریکا انتخاباتو نتیجې: د ټرمپ ملاتړي خوشاله او د هیرېس پلویان خپه دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اسوشيېټېډ پرېس اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن په ګډون ګڼو امریکايي رسنیو خبر ورکړی دی چې ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو لپاره د اېلېکټورل کالج اړینې ۲۷۰ رایو په ترلاسه کولو خپلې مخالفې نوماندې کاملا هیرېس ته ماتې ورکړې ده. دا تر هغې څو ساعته وروسته ده چې پخواني ولسمشر او د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله بریا اعلان کړه. د نومبر پر پینځمه شپې مهال په واشنګټن کې د ټرمپ پلویان خوشاله او د هیرېس هغه خپه ول. په دې اړه تفصیل د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې په رپورټ کې.