پاکستان: برید کې د ژوبل ۱ چینايي وګړي روغتیايي وضعیت خراب دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پاکستان کې پر مېشتو چینایانو یوه بله حمله شوې ده. د نومبر د پینځمې برید د یوې کارخانې ساتونکي کړی چې پکې یې دوه چینایان ژوبل کړي دي. پولیس وايي بریدګر تښتېدلی دی او پلټنې روانې دي چې پېښه ولې او څنګه وشوه. سرچینو مشال راډیو ته وویل چې د یو ژوبل کس روغتیايي حالت ښه نه دی. دا په داسې حال کې ده چې چینايي حکومت ویلي دي چې پر وګړو یې روانې حملې د منلو نه دي او پر پاکستان یې غږ کړی دی چې ژر دې د حملو مخه ونیسي. د اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.