د امريکا نوی منتخب مرستیال ولسمشر جېمز ډېويډ وېنس پېژنئ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا د اوهایو ریاست ۳۹ کلن جېمز ډېويډ وېنس د رېپبلېکن ګوند لخوا د مرستیال ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي او د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې به د خپلې دندې لوړه کوي. وېنس وروسته تر هغې د سياست لاره خپله کړه چې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه یې د کتاب په ليکلو سره شهرت وموند. جې ډي وېنس له اوکراین سره د زياتې مالي مرستې ملاتړی نه دی خو د امریکايانو د ښه روزګار او د هغه هېواد صنعت د پرمختګ په حق کې دی. نوموړی له پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره له یوځای کېدو وړاندې د هغه ناقد وو. ويډيو رپورټ.