د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ډانلډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې مسکو د رېپبلېکن ګوند له منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو دی.
پوتین د تور سمندرګي پر غاړه پروت تفريحي ښار سوچي کې یوې نړیوالې غونډې ته تر وینا وروسته وویل: "زه غواړم چې له دې موقعې څخه په ګټه اخيستنې هغه [ټرمپ] ته د امریکا د ولسمشر په توګه د منتخب کېدو مبارکي ورکړم."
ټرمپ د انتخاباتي کېمپين پر مهال ویلي ول چې که ولسمشر منتخب شي، نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو په دې اړه يې لږ تفصيلات شريک کړي ول.
پوتین وویل چې دا څرګندونې د پاملرنې وړ دي او زیاته یې کړه، که ټرمپ وغواړي چې اړیکې بیا پیل کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده. د کرېملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون (د نومبر پر اوومه) وویل، هغه په جنورۍ کې د امريکا د منتخب ولسمشر د لوړي تر مراسمو وړاندې د پوتین او ټرمپ ترمينځ د خبرو کولو امکان نه شي ردولای.
دا په داسې حال کې ده چې پرون (د نومبر پر اوومه) د امريکا ولسمشر جو بايډن په سپينه ماڼۍ کې د وينا پر مهال وويل چې ټرمپ ته به د واک لېږد "سوله ييز او منظم وي."
نوموړي زياته کړه: "ما پرون له منتخب ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هغه ته مې د بریا مبارکي وویله. ما هغه ته ډاډ ورکړ چې ما خپلې ټولې ادارې ته لارښوونه کړې چې د سوله ییز او منظم لېږد د تضمین لپاره دې د هغه له ټیم سره کار وکړي."
د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره د لوړې تر مراسمو وروسته پیلېږي چې ټاکل شوې دا مراسم د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه وشي.