د بلوچستان په مرکز کوټه کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي دي.
د کوټي د پولیسو مشر محمد بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې چاودنه نن (د نومبر پر نهمه) سهار نهه بجې د اورګاډي په تمځای کې هغه وخت وشوه کله چې د جعفراېکسپرېس اورګاډی له کوټې څخه د راولپينډۍ له لارې د پېښور پر لور تلونکی وو.
نوموړي زياته کړه، له لومړنيو معلوماتو داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګی بريد وو، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د هغه په وينا، چاودنه په تمځای کې دننه وشوه چې هغه وخت شاوخوا ۱۰۰ کسان د پېښې په ځای کې موجود ول.
د کوټې کمېشنر محمد حمزه شفقات مشال راډيو ته ويلي چې په بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي دي چې هدف يې امنيتي ځواکونه ول.
بلخوا د کوټې سيول روغتون وياند وسيم بېګ مشال راډيو ته ويلي چې په پېښه کې ۵۳ ژوبل کسان وروړل شوي دي.
تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کې پولیس او سرحدي عسکر د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
مړي او ژوبل کسان د کوټې روغتونونو ته رسول شوي او د مرګژوبلې زياتېدو وېره څرګنده شوې ده.
بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) مجيد بريګېډ څانګې د دې ځانمرګي بريد ذمه واري منلې ده او رسنيو ته يې په لېږدولي بيان کې ادعا کړې ده چې د بريد هدف يې په اورګاډي کې موجود ځواکونه ول.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې نن (د نومبر پر نهمه) د بلوچستان په لورالايي ضلع کې د ناامنيو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر انتظام لاندې دوه ورځنۍ امن جرګه پيل شوې ده.