د امن لپاره دوه ورځنۍ "ولسي جرګه" په لورالايي کې پيل شوې ده

د نومبر پر نهمه په لورالای کې په جرګې کې محمود خان اڅکزی او نور مشران ناست دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې د پاکستان حکمرانان د هغه هېواد ولس ته د امن په اړه ریښتیا خبره نه کوي.

د نومبر پر نهمه د بلوچستان په لورالايي کې د "ولسي جرګې" په نامه غونډې د پرانیستې په مهال وینا کې نوموړي وویل چې دا جرګه یواځې د امن لپاره راغوښتل شوې ده، خو د اڅکزي په خبره د ریښتوني امن لپاره باید د هغه هېواد حکمرانان ریښتوني شي.

هغه وویل "که پاکستان چلول غواړئ نو راشئ چې ویې چلوو، خو په عدل او انصاف یې وچلوو. الله پاک وايي دروغ به نه وايئ، او پاکستان وايي دروغ به وايئ، ریښتیا به نه وايئ. پاکستان وايي ډېر پاک انتخابات شوي دي، په نتیجه کې یې شهباز شریف وزیراعظم شو او دلته په بلوچستان کې سرفراز بګټي اعلی وزیر شو. دا ټول صوفیان او جنرالان وايي ډېرې ښې ټاکنې شوي دي. اوس که دروغ وايي نو خدای خفه کېږي، او که ریښتیا وايې نو پاکستان خفه کېږي، خو زه وايم چې هر څوک دې خفه شي، خو خدای پاک دې خفه نه کړو، ځکه الله وايي چې په دروغجنو دې د خدای لعنت وي."

دا په داسې حال کې ده چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی وو.

دا هم وګورئ:

اڅکزی وايي پر ناامنۍ د بحث لپاره د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو کې جرګې کويبلوچستان کې مزدوران څوک او ولې وژني؟دوکۍ کې د وژل شويو مزدورانو خپلوانو احتجاج پای ته رسولی

د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې وه. هغه ویلي ول چې په وروستیو کې د دوکۍ د سکرو ۲۰ کان کېندونکي په داسې حال کې وژل شوي چې پولیس په صوبه کې په سړکونو ګزمې کوي.

نوموړي ویلي ول چې په جرګو کې د ولسي او قبایلي مشرانو د پرېکړو د عملي کولو هڅه به کوي.

د امن لپاره دوه ورځنۍ ولسي جرګه د نومبر پر نهمه په لورالايي کې پيل شوه

دغې جرګې ته قبایلي مشر عبدالرحمان دومړ په خپله وینا کې وویل چې په هغه هېواد کې تل د ولسي ګټو پرېکړې د جرګو له لارې شوي دي، ځکه چې د انصاف ورکولو په برخه کې عدالتونه ناکام شوي دي.

هغه وویل"پښتانه له اوږدې مودې راهیسې جرګې کوي، خو د پاکستان په عدالتونو کې چې څوک مقدمې چلوي نو د نوح علیه السلام هومره اوږد ژوند غواړي، د قارون هومره دولت او خزانو ته اړتیا لري او بیا د پرېکړو د انتظار لپاره د یعقوب علیه السلام صبر ته اړتیا ده. نو دا هر څه زموږ سره نشته. د پښتنو مشران په هر څه ښه پوه دي؛ دوی مخکې هم پرېکړې کړي او بیا یې هم کولی شي."

مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عبدالقهار ودان وویل چې په دې جرګه کې د لورالايي ډویژن ولسي او قبایلي مشران راغونډ شوي دي، او د دې مشرانو پرېکړې به د عملي کولو لپاره بیا سرکار ته وړاندې کړي.

ودان وویل "د دې جرګې پرېکړې به موږ له خپل ولس او هم له سرکار سره شریکوو. د پښتنو په سیمو کې د امنیت مسله د جرګې د سر موضوع ده. له افغانستان سره زموږ پوله زیاتره وخت بنده وي، کاروبار نشته، حتی د لاسي ګاډو مزدورانو ته هم د کار اجازه نشته. د خپل وطن د امن لپاره به اوس ولس جمهوري لارې خپلوي."

دا له هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ناامنۍ په ګډون د پښتنو د لویو ستونزو د هواري پر لارو چارو د بحث لپاره د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګو وربللو اعلان کړی و. نوموړي ویلي ول چې د لورالايي د جرګې وروسته به د ژوب ډېوېژن او کوټې ډېوېژن په سطحه هم جرګې جوړوي.

بل پلو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.