پي ټي ای د عمران خان د خوشې کولو لپاره په صوابۍ کې احتجاجي جلسه کړې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تحریک انصاف د نومبر په نهمه په صوابۍ کې احتجاجي جلسه وکړه او د عمران خان او نورو غړو له زندانونو غوښتنه یې وکړه. په جلسه کې د نورو صوبو پلویانو هم ګډون کړی و. د ګوند مشرانو په ویناوو کې وویل چې تر هغو به احتجاجي تحریک روان وي چې عمران خان خوشې شي. د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور وویل چې په روانه میاشت کې به عمران خان د تحریک د پیل اعلان وکړي او ټولو پلویانو ته یې د احتجاج لپاره د تیارۍ سپارښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ