قطر وايي که اسرايل او حماس ښه نیت نه ښيي، منځګړتوب نه کوي

د قطر او امریکې د بهرنيوو چارو وزیران - انځور له ارشیفه

یوه سفارتي سرچینې د نومبر پر نهمه فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې قطر د غزې د اوربند او د یرغمل شويو کسانو د خوشې کولو د تړون په اړه د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی.

دوی حماس ته خبرداری ورکړی دی چې په قطر کې چې کوم دفتر ورته جوړ شوی، هغه خپل ټاکلی هدف نه دی پوره کړی. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې قطریانو اسراییلو او حماس دواړو ته خبرداری ورکړی چې که تړون ته په ښه نیت غاړه نه ږدي نو دوی منځګړیتوب ته دوام نه ورکوي.

قطر له امریکا او مصر سره د یرغمل شويو کسانو او بندیانو د خوشې کولو او د اوربند لپاره له میاشتو راهیسې په بې نتیجې خبرو اترو کې بوخت دی.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه یې لبنان ته غځولې ده.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، څو ځله د اوربند هڅې شوې دي، خو تر اوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.