پر لبنان د اسراییلو حملو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي

د لبنان یو سیمه د اسراییل تر بمبارۍ وروسته ویجاړه پرته ده ـ انځور له ارشیفه.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې د نومبر پر ۱۰مه د دغه هېواد په دوو بېلا بېلو سیمو کې د اسرایلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

وزارت وویل چې د بیروت په شمال کې ۲۰ کیلومیتره لرې پرته جبیل سیمه کې د اسراییلو په هوايي برید کې په وژل شويو کې درې ماشومان دي. د وزارت په خبره، شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز سهار وختي د لبنان سرکاري خبري اژانس (اېن اېن اې) هم خبر ورکړی چې په یاد برید کې یو کور په نخښه شوی او پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د دغه هېواد په جنوبي ښارګوټي عدلون کې هم نن اسراییلو په هوايي برید کې د روغتیا یو مرکز په نخښه کړی چې پکې د روغتیا درې کارکوونکي وژل شوي دي.

له بله پلوه، د اسرایلو پوځ ویلي چې هوايي ځواک یې په تېرو څو ورځو کې د حزب‌الله لسګونه وسلوال په نخښه کړي او وژلي دي.

امریکا حزب‌الله یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې بیا یوازې وسله واله څانګه په تور لېست کې اچولې ده.