اوکراين پر مسکو د ډرون الوتکو تر ټولو لویې حملې کړې دي

چارواکي د نومبر پر ۱۰مه په مسکو کې د اوکرایني برید ښکار شوی موټر معاینه کوي.

روسي چارواکي وايي اوکراین یې پر سرښار ماسکو د ډرون الوتکو بریدونه کړي چې له وجې یې د دغه ښار درې هوايي ډګرونه په عارضي توګه تړل شوي دي.

خو د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ويلي چې د نومبر پر نهمه او ۱۰مه یې په مسکو بریدکوونکې ۳۲ اوکرایني ډرون الوتکې غورځولې دي. په ۲۰۲۲ کال کې د فرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسي یرغل له پیل راهیسې دا پر ماسکو تر ټولو لوی برید دی.

د روس د هوايي سفر وفاقي ادارې د نومبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د ډرون بریدونو پر مهال د ولسي پروازونو د خوندي ساتلو په غرض د ماسکو درې هوايي ډګرونه په عارضي توګه بندوي، خو د روسیې خبري اژانس تاس بیا وروسته د یادې ادارې په حواله خبر ورکړ چې څو ساعتو د بندیز وروسته، د ماسکو هوايي ډګرونو ته بیا د پروازونو تګ راتګ پیل شوی دی.

د روسیې رسنۍ راپورونه ورکوي چې د اوکراین د ډرون بریدونو له وجې د رامینسکوی ولسوالۍ په یو شمېر کورونو کې اور لګېدلی دی. روسیه هره ورځ د اوکرایني ډرونونو د تباه کولو خبر ورکوي، خو په دغو بریدونو کې ماسکو ډېر کم وخت په نخښه کېږي.