واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د نېزدې سرچينو له قوله ليکلي چې هغه د روسیې له ولسمشر، ولاديمير پوتین سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ له اوکرايني ولسمشر زېلېنکسي سره تر خبرو کولو يوه ورځ وروسته د نومبر پر اوومه په فلورېډا کې له پوتین سره په ټېلېفون خبرې وکړې.
سرچينو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ورځپاڼې ته ويلي چې ټرمپ پوتین ته وويل چې د اوکراین په جګړه کې دې شدت نه راولي او هغه د اوکراین د جګړې د مسلې د زر حلولو لپاره لا نورو خبرو ته ليوالتیا وښودله.
په دغو ټېلېفوني خبرو باخبره کسانو، واشنګټن پوسټ ته ويلي چې کييف د پوتین له ټېلېفونه خبر کړل شو او هغوی ورباندې هېڅ اعتراض نه دی کړی. امريکايي، اوکرايني او روسي چارواکیو د ورځپاڼې پر دې رپورټ تبصره نه ده کړې.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې پر اوکراین برید کړی او تر اوسه هلته جګړه روانه ده. امریکا او اروپایي ټولنه په هغې جګړه کې د اوکراین سره هر اړخیزې مرستې کوي.