وسلوالو په سیستان- بلوچستان کې ۵ ایراني پوځیان وژلي دي

ایراني سرتيري په سراوان کې پيره کوي - انځور له ارشیفه

د ایران په سیستان - بلوچستان صوبه کې وسلوالو پینځه ایراني پوځیان وژلي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نېږدې تسنیم خبري اژانس د نومبر پر ۱۰مه، خبر ورکړ چې دا پوځیان د اژانس په وینا په هغه ورځ په سراوان سیمه کې په یوه "ترهګریزه پېښه" کې وژل شوي دي.

د سپاه ځمکنیو ځواکونو هم اعلان کړی چې د بريدګرو د نيولو لپاره يې سیمې ته تازه ځواکونه استولي. د دې برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې دوه ورځې مخکې هم د سیستان - بلوچستان په راسک ولسوالۍ کې پر ایراني پوځیانو بریدونه شوي وو چې پکې یو شمېر پوځیان وژل شوي او ټپيان شوي ول.

د ایران سیستان بلوچستان له پاکستان سره ګډه پوله لري. هلته تر دې مخکې هم پر ایراني ځواکونه ګڼ بریدونه شوي دي چې د زیاترو ذمه واري د جيش العدل په نوم وسلوالې ډلې منلي دي.