روسي چارواکي وايي ټرمپ او پوتين خبرې نه دې کړي

ډانلډ ټرمپ او ويلادیمیر پوتين - انځور له ارشیفه

د روسیې د ولسمشر ويلاديمیر پوتين د دفتر (کریملين) چارواکو د نومبر پر ۱۱مه وويل چې د امریکې د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پوتين ترمنځ د ټېلېفوني خبرو راپور حقیقت نه لري.

د ولسمشر پوتين وياند، ديميتري پېسکوف خبریالانو ته وويل: "دا راپور رښتيا نه دی. هېڅ خبرې نه دي شوې. دا جعلي معلومات دي."

تر دې مخکې امريکايي ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ د خپلو سرچينو په حواله ويلي وو چې ټرمپ ته نېزدې سرچينو ورته ويلي‌چې نوموړي د روسیې له ولسمشر، ولاديمير پوتین سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. ورځپاڼې لیکلي وو چې ټرمپ له اوکرايني ولسمشر زېلېنکسي سره تر خبرو کولو يوه ورځ وروسته د نومبر پر اوومه په فلورېډا کې له پوتین سره په ټېلېفون خبرې وکړې.

سرچينو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، ورځپاڼې ته ويلي چې ټرمپ پوتین ته وويل چې د اوکراین په جګړه کې دې شدت نه راولي او هغه د اوکراین د جګړې د مسلې د زر حلولو لپاره لا نورو خبرو ته ليوالتیا وښودله.

واشنګټن پوسټ همداراز زیاته کړې وه چې کييف د پوتین له ټېلېفونه خبر کړل شو او هغوی ورباندې هېڅ اعتراض نه دی کړی. امريکايي او اوکرايني چارواکیو د ورځپاڼې پر دې رپورټ تبصره نه ده کړې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې پر اوکراین برید کړی او تر اوسه هلته جګړه روانه ده. امریکا او اروپایي ټولنه په هغې جګړه کې د اوکراین سره هر اړخیزې مرستې کوي.