عربو او مسلمان هېوادونو اسراييلو ته د وسلو د نه ورکولو غوښتنه کړې

د عربو او مسلمان هېوادونو مشران د نومبر پر ۱۱مه په ریا ض کې غونډه وکړه.

عربو او مسلمان هېوادونو مشرانو اسراييل ته د وسلو پر صادراتو د بنديز غوښتنه کړې ده.

دوی دا غوښتنه د نومبر پر ۱۱مه په سعودي عربستان کې په يوه غونډه کې کړې چې هدف يې سيمه ييزو جګړو ته کتنه وه.

ايسوشيېټېډ پرېس اژانس د غونډې په پای کې د خپرې شوې اعلاميې په حواله ويلي چې د عرب ليګ او اسلامي همکارۍ سازمان مشرانو (ای او سي) له ټولو هېوادونو وغوښتل چې اسراييلو ته دې د وسلو پر ورکړې بنديز ولګوي.

د مينځني ختيځ حالات له هغې وروسته کړکېچن شول کله چې حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل.

وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یوه جوړجاړي له لارې خوشې شول. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه يې دا مهال لبنان ته غځولې ده. امريکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.