ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېټۍ: د پاکستان حکومت دې پر خپلو وګړیو په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي

د پاکستان وکیلانو هم د پوځي عدالتونو د مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې په خپل تازه راپور کې د ځينو نورو غوښتنو کولو تر څنګ، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې پر ولسي وګړيو دې په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي.

د بخښنې نړیوال سازمان(اېمنسټي انټرنېشل) د نومبر پر ۱۱مه پرخپله رسمي ټويټر پاڼه په بیان کې د کمېټۍ د سپارښتنو تفصیل خپور کړی دی. کمېټۍ دغه رپورټ پر خپله ووبپاڼه خپور کړی دی.

د بیان تر مخې کمېټې په پاکستان کې د بشري حقونو د وضعيت د څيړنې راپور د نومبر پر اوومه خپور کړی دی.

په راپور کې ويل شوي چې د پاکستان حکومت دې یا د مذهب د سپکاوي د مخنيوي قانون ختم او یا دې یې اصلاح کړي ځکه چې په وينا یې دا قانون په غلط ډول کارېږي.

کمېټې همدارازا غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې د بیان ازادۍ "تروړل ودروي "او د اېکس (پخواني ټويټر) د خلاصولو ترڅنګ دې انترنيټ نه بندوي او په پوهنتونونو کې دې د زده کوونکو د اتحاديو په جوړېدو بندیز ليرې کړي.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې بله غوښتنه دا کړې چې د پاکستان حکومت دې د خپلو وګړيو پر پاسپورټونو او په تورلېسټ کې د خلکو شاملولو په قانون له سره غور وکړي.

کمېټې د کډوالو په اړه ليکلي چې د پاکستان حکومت دې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې افغان کډوال وژغوري.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبره د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پيل کړی خو ځينو افغان کډوالو مشال راډيو ته ويلي چې د قانوني اسنادو په درلودو سربیره یې پوليس نیسي. حکومت دريځ خپل کړی وو چې د هېواد خرابېدونکو ناامنیو ته په کتو د بهرنیانو د ایستلو پرېکړه يې کړې ده.

تراوسه د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېټې د دې راپور او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي. د ملګرو ملتونو دا کمېټه هر کال د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو حالت له نيزدې څاري، هلته سفرونه کوي او په اړه یې راپورونه برابروي.