د امریکا منتخب ولسمشر مایکل والټز د ملي امنیت سلاکار نومولی دی

د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز. انځور د مايکل والټز له اېکس پاڼې څخه اخیستل شوی دی.

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ لپاره مایکل والټز نوماند کړی دی.

دا خبره له‌ دې موضوع څخه ځینو باخبره سرچينو رسنیو ته کړې چې پکې د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) هم دی.

مایکل والټز د امریکا د ځانګړیو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده. دی به لومړنی پخوانی پوځي وي چې په یوه مهم دولتي پوست کې مقررېږي.

والټز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د امریکا د منتخب ولسمشرډانلډ ټرمپ په اداره کې کار پیلوي. نوموړی چې دا مهال د امریکا د استازیو جرګې غړی دی، د افغانستان د جګړې په اړه یې د جنګیالي ډپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.