امریکا له پاکستان سره د زراعت او چاپېریال ساتنې په برخه کې د ۵ کلنې همکارۍ ژمنه کړې

د امریکایي قونسلګرۍ چارواکې په مانسهره کې نیالګی کیېوي ـ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت وايي له پاکستان سره د زراعت او چاپېريال ساتنې په برخه کې د پينځوو کلونو لپاره مالي او تخنيکي مرسته کوي.

د نومبر پر ۱۱مه، سفارت پر خپله ویبپاڼه د امريکايي سفیر ډانلډ بلوم بیان خپور کړی چې نوموړي پکې ويلي "د زرغون اتحاد په نامه پروګرام له لارې یې د اوبو د سمبالولو، پاکې انرژۍ پېدا کولو او زیرک زراعت پروژې" پر مخ وړي دي. د نوموړي په وينا وارد مخه یې، يو لاک پاکستانيانو ته دندې پيدا کړي دي.

بلوم دا خبرې په فیصل اباد پوهنتون کې يوې غونډې ته کړې او زیاته کړې یې ده چې د کروندګرو، وړو شرکتونو او څیړنیزو ادارو سره د مرستې په ترڅ کې له پاکستان سره د اقليمي بدلون د ويجاړيوو مخنيوي لپاره همکاري کوي.