د پنجاب د راولپنډۍ پوليسو په ادياله جېل کې د د دې ګوند د زنداني بنسټګر عمران خان ليدو ته ورغلي د پي ټي ای مشران تر لږ وخت پورې په حراست کې تر ساتلو وروسته خوشې کړل.
تر دې وړاندې پي ټي اي پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د نومبر پر ۱۲مه نيول شوو کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر عمر ايوب خان، په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز، په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک احمد بهچر، اسد قیصر او د سني اتحاد کونسل د قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاده حامد رضا شامل دي
خو ډاڼ ورځپاڼې د پنجاب د سجادالحسن په حواله ويلي چې د تحریک انصاف مشران يې د قانون ۱۴۴ مادې څخه د سرغړونې له امله نیولي دي او تر خبرداري ورکولو وروسته يې خوشې کړې دي.
تر دې وړاندې د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښووولو په شرط مشال ريډيو ته د ګرفتاریو تصديق کړی وو او ويلي يې ول چې دغه کسان يې د عامه نظم خرابولو په تور نيولي دي ۔ نوموړي زیاته کړې وه چې په راولپنډۍ کې د قانون ۱۴۴ ماده لګېدلې ده چې تر مخې يې تر پينځو د زياتو کسانو پر يو ځای کېدو بنديز دی ۔
"دغه کسان ډير زيات ول او د ۱۴۴ مادې نه ېې سرغړونه کوله ځکه ونيول شول او د اډياله زندان سره نېزدې د پوليسو چوکۍ ته وليږدول شول"
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې له ګرفتارېدو راهیسې بندي دی. له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.