شهباز شریف د اقلیمي بدلون د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو پر لارښوونو د عمل غږ کړی

شهباز شریف په د نومیبر پر ۱۳مه نېټه د کوپ-۲۹ کنفرانس ته وینا کوي. پخوانی انځور

د پاکستان وزيراعظم ويلي چې د اقلیمي بدلون د اغېز پر وړاندې د مبارزې لپاره بايد د ملګرو ملتونو پر لارښوونو عمل وشي.

د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي چې د اذربايجان په سرښار باکو کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په اړه کنفرانس چې ورته کوپ-۲۹ هم ويل کېږي، په څنډه کې جوړو شویوغونډو ته د وينا پر مهال شهباز شريف ويلي چې هېواد يې د اقليمي بدلون په څېر مسلو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه چې د اقليمي بدلون له چېلنج سره د مبارزې لپاره مخ په ودې هېوادونو ته د ۲۰۳۰ز کال پورې د ۶.۸ زره اربه ډالرو ضرورت دی. نوموړي زياته کړه په دې وروستيو کلونو کې يې هېواد له دوو ويجاړونکو سېلابونو سره مخ شوی دی.

د اب و هوا بدلون او نړيوالې تودخې د مخنيوي په اړه د کوپ-۲۹ کنفرنس د نومبر پر ۱۱ مه پیل شوی چې د دې مياشتې تر ۲۲ مې پورې به دوام لري. دې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران ويناګانې کوي.

د ۲۰۲۳ م کال په کوپ-۲۹ کنفرنس کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته ويل شوي ول چې تر ۲۰۳۰ز کاله پورې د زهرجنو ګېسونو د کمولو په اړه خپل پلان وړاندې کړي.