شمالي کوریا له روسيې سره د هراړخیزې ستراتيژيکې همکارۍ هغه موافقه تصویب کړه چې له مخې یې د هغه هېواد پوځیان د روسیې په خاوره کې د اوکراین خلاف په جګړه کې برخه اخیستی شي.
د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس د نومبر پر ۱۲مه وويل چې د جون په مياشت کې د مسکو او پيانګيانګ ترمینځ شوې هغه موافقه به د دواړو لوریو تر تصویبولو وروسته عملي شي.
په همدې حال کې د جنوبي کوريا يونهاپ خبري اژانس ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين وار له مخه هغه اسناد لاسليک کړي دي.
امريکا، ناټو، جنوبي کوريا او د اوکراين استخباراتو د روسیې په کورسک کې د شمالي کوریا د پوځيانو شتون تایید کړی دی. هلته د هغو پوځيانو موجوديت اندېښنې پارولي چې سيمه به نوره بې ثباته او د اوکراين پر ضد به د روسیې جګړه پراخه کړي.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د نومبر پر لومړۍ نېټه په یو بیان کې د خپل هېواد پر متحدانو نیوکه وکړه چې د روسیې له لوري یې د شمالي کوریايي عسکرو د ځای پر ځای کولو په ځواب کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
زېلېنسکي زیاته کړه چې اوکراین پوهېږي چې روسیه د شمالي کوریا عسکر پر خپله خاوره چېرې ځای پر ځاي کوي او که پر کییف محدودیتونه نه وای، نو ښايي ورباندې یې برید کړی وای.