په چترال کې ځینو ښځو د سبزیو کښت پیل کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې یوشمېر ښځو د سبزیو کښت پیل کړی دی. هغه ښځې وايي چې په دې برخه کې ورسره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) مرسته کړې ده. د سیمې ښځې وايي چې سېلابونه اکثر ورته لوی تاوان رسوي او د اوبه خور نظام یې خرابېږي چې له کبله یې ژوند ګرانېږي. د چترال اوسېدونکي وايي چې د هغې پروژې له برکته هم په کور کې تازه سبزۍ کاروي او هم یې په بازار خرڅوي. ویډيويي رپورټ.