لوګجنې لړې په لاهور کې سلګونه کسان ناروغه کړي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې لوګجنې لړې (سموګ) د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. په هغو صوبو کې د ژمي په پیل کې هر کال تر څو ورځو پورې لړه وي، خو پوهان وايي چې سږ کال خورا زیاته لړه ده او پکې لوګی هم شامل دی چې د خلکو صحت ګواښي. د نومبر پر ۱۲مه په لاهور کې ۹۰۰ کسان د لوګجنې لړې له وجې په روغتونونو کې بستر شول. په همدې حال کې چارواکو د نومبر تر ۱۷مې پورې په لاهور کې ټول ښوونځي تړلي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.