د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اوکراین ته ډاډ ورکړی دی چې د راتلونکي کال په پیل کې د نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر لوړې مخکې به ورسره ملاتړ زیات کړي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې روسیې د اګست له میاشتې وروسته په لومړي ځل پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حمله وکړه او د ښار اوسېدونکي یې خوندي پناه ځایونو ته تګ ته اړ کړل.
بلېنکن د نومبر پر ۱۳مه په برسلز کې د ناټو له مشر مارک روتی سره ولیدل او و یې ویل چې د ولسمشر جو بایډن، چې د جنورۍ پر ۲۰مه یې دنده پای ته رسي، حکومت به "هر هغه څه ته دوام ورکوي" چې امریکا یې "د اوکراین لپاره کوي."
ده وویل چې د اوکراین د ملاتړ او د ناټو پیاوړتیا لپاره به "له هرې ورځې" ګټه پورته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، "ولسمشر بایډن د دې باوري کولو هوډ کړی چې هر ډالر یې چې په واک کې دی، له اوسه د جنورۍ تر ۲۰مې پورې" ولېږدوي.
بلېنکن زیاته کړه چې د ناټو غړي هېوادونه باید خپلې هڅې پر دې متمرکزې کړي چې "اوکراین په ۲۰۲۵ز کال کې په اغېزناک ډول د جګړې لپاره پیسې، مهمات او ځواکونه او یا هم له ځواکمن دریځ (موقف) څخه د سولې د خبرو اترو توان ولري."
دا په داسې حال کې ده چې د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د نومبر په لومړۍ اونۍ کې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل. نوموړي د انتخاباتي کېمپين پر مهال ویلي ول چې که ولسمشر منتخب شي، نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو په دې اړه يې لږ تفصيلات شريک کړي ول.