په چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو ۲ کسان وژلي دي

په باجوړ کې پوليس تر يوې بمي چاودنې وروسته د پېښې د ځای څارنه کوي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په چارسده او مردان کې په بمي چاودنو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د چارسدې د عمرزیو پوليسو يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د نومبر پر ۱۴مه سهار په اخون ډېرۍ کلي کې شوې بمي چاودنه کې يو کس ووژل شو.

تر پېښې وروسته د چارسدې د پوليسو مشر مسعود بنګښ رسنیو ته وويل چې د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي خو د چاودنې د نوعیت او هدف په اړه لا معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې له ځای څخه یې پيسې، شناختي کارډ او یو بايسېکل هم تر لاسه کړی او د وژل شوي تن کور ته ورغلي دي.

بلخوا د نومبر پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د لاسي بم په چاودنه کې یو ځايي وګړی وژل شوی دی.

د سیمې د پولیسو ویاند میر علي مشال راډیو ته ویلي چې د ماموند تحصیل په ګبري سيمه کې ماشومانو په پټیو کې لاسي بم موندلی وو او بیا یې له ځان سره کور ته وروړی وو، چې په چاودېدو یې يو ۵۰ کلن کس وژل شوی دی.

پوليس وايي چې د پيښې پلټنې يې پيل کړې دي.

تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، کورمې، سوات او دیر کې د ځمکلاندو او لاسي بمونو په چاودنو کې د ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.