اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اصغر اقبال دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی کورمه دی، خو دی په پېښور کې زېږېدلی او هم هلته يې له بېلا بېلو استادانو موسيقي زده کړې ده. اقبال وايي، خورا زيات محنت يې کړی چې په وینا یې، ثمر يې ترلاسه کړی او په پښتو موسيقۍ کې يې نوم ګټلی دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.