راپورونه وايي اېپل شرکت د خپلواکو خبريالانو روسي پاډکاسټونه ليرې کړي دي

په ايفون کې د پاډکاسټ ايپليکېشن نخښه - انځور له ارشيفه

راپورونه وايي چې د امريکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت اېپل د خپلواکو خبريالانو لخوا تولید شوي د روسۍ ژبې ډیری پاډکاسټونه ليرې یا پټ کړي دي.

میډیازونا خبري رسنۍ د نومبر پر ۱۴مه خبر ورکړی دی چې د انلاین راډیو سټېشن اېکو موسکوي او تحقیقاتي رسنۍ اينسايډر نويو قسطونو ته نور په روسیه کې لاسرسي نه شته. داسې ښکاري چې د بي بي سي روسي څانګې پاډکاسټ هم اغیزمن شوی دی.

پر اېپل له یوې اونۍ زيات پخواني قسطونه موجود دي خو میډیازونا وايي چې له روسیې څخه بهر کاروونکي ټولو قسطونو ته لاسرسی لرلای شي.

اېپل شرکت په سمدستي توګه په دې اړه تبصره نه ده کړې. یاد شرکت په روسيه کې دننه ځینې غیر واقعي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) او ځينو نورو اپلیکېشنونو ته لاسرسی ليرې کړی یا بند کړی دی.

د ازادي اروپا راډيو د ورځنیو چارو روسۍ څانګې ايپليکېشن هم په روسیه کې د رسنيو د نظم اداري روسکومنډزور په غوښتنه ليرې کړل شوی دی. په وروستیو کلونو کې روسيو چارواکو په هېواد کې د انټرنېټ کنټرولولو هڅې ګړندۍ کړې دي.