د بلوچستان په قلات کې وسله والو ۷ امنیتي عسکر وژلي او ۱۳ یې ټپي کړي دي‌

قلات د بلوچستان صوبې هغه بلوڅ مېشته سیمه ده چې وخت نا وخته پکې بلوڅ وسله وال پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه کوي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه قلات کي وسله والو د ملېشه ځواک پر پوسته په کړي برید کې لږترلږه اووه عسکر وژلي او ۱۳ نور یې ټپي کړي دي.

د قلات مرستیال کمشنر علي ګل بلوڅ د نومبرپر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د نومبر ۱۵مې او ۱۶مې په منځنۍ شپه له قلاته ۶۰ کلومیټر لرې د جوهان په غرني سیمه کې شوې ده.

نوموړي‌ وویل چې ناڅرګندو وسله والو دا برید د شاه مردان په نامه د ملېشه ځواک پر امنیتي پوسته کړی دی. ده زیاته کړه چې وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

مرستیال کمشنر علي ګل بلوڅ دا نه دي ویلي چې د امنیتي ځواکونو له خوا وسله والو ته هم څه زیان رسول شوی دی او که نه خو نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې وژل شوي او ټپي شوي کوټې ته رسولي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بلوچستان کې د سکرو د لاريو ډرېورانو امنیت څومره جدي مسله ده؟

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې - بلوچ لیبرېشن ارمي - د دې برید زمه واري‌ منلې ده. یادې ډلې مشال راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پاکستانیو عسکرو ته یې په لویه کچه زیان اړولی دی.

د بلوچستان صوبايي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي‌ خو د پاکستان د کورني چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د قلات د پېښې غندنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان صوبه او په ځانګړې توګه د یادې صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې په دې وروستیو کې د وسله والو په بریدونو کې خورا زیاتوالی راغلی دی.

د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول.

د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه او ادعا یې کړې وه چې په هغه ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتېري په نخښه کړي ول چې تر پوځي روزنې وروسته په جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډي کې له کوټې ستنېدل.

د نومبر پر ۱۵مه د خضدار ضلعې په وډ سيمه کې د ناپېژندليو وسلوالو په بريد کې د وژل شويو دوو کسانو مړي انتظامي چارواکو تر طبي کتنو وروسته د هغوی خپلوانو ته سپارلي وو.

د خضدار انتظامي مشر یاسر اقبال دشتي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې درې کسان ژوبل شوي هم دي چې دا مهال د خضدار په ضلعي روغتون کې بستر دي.

تر هغه وړاندې د نومبر پر ۱۴مه د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې پر خراب شوي امنيت اندېښنې ښوولې او غوښتنه یې کړې چې بلوچستان مېشته اېف سي ځواکونه دې یا امنيت ټينګ کړي او یا دې له پښتنو سیمو ووځي.

نوموړي د نومبر پر لسمه، د خپل ګوند لخوا په لورالايي کې د جوړې شوې دوه ورځنۍ جرګې په وروستۍ ورځ د وينا پر مهال پوښتنه وکړه چې په سيمه کې د ناامنۍ پېښه وشي او بريدګر په تېښته کې بریالي شي؟

د بلوچستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې دوی په سیمه کې وسله والو پرضد جدي ګامونه پورته کوي او په سیمه کې د امنیت پر ځای ساتلو ته ژمن دي.