د چین ولسمشر شي جېنپېنګ له خپل امريکايي سیال جو بایډن سره په وروستي ملاقات کې ویلي چې هېواد یې د امریکا له نوي حکومت سره کار کولو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا نوی منتخب شوی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک سمبالولو تیاری کوي.
شي او بایډن د نومبر پر ۱۶مه د پيرو په لېما کې د ارام سمندر سیمي (اسیا پاسېفېک) اقتصادي همکارۍ سرمشریزې په څنډه کې سره لیدلي دي.
تمه کېده چې ولسمشر بایډن به پر شي جېنپېنګ د دې لپاره ټینګار وکړي چې شمالي کوریا په اوکراین کې د جګړې په ترڅ کې له روسیې سره د خپل ملاتړ له لا ټینګولو څخه منع کړي.
ولسمشر بایډن ویلي چې په تېرو څلورو کلونو کې د امریکا او چین په اړیکو کې لوړې ژورې راغلي، خو په وينا یې چې دواړو لوریو ګټورې خبرې اترې او همکاري کړې ده او په مجموعي توګه یې اړیکې باثباته ساتلي دي.