د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي چې په افغانستان کې د کاناډا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي نیول کېدل ډېر جدي ګڼي.
ټروډو دا څرګندونې د نومبر پر ۱۶مه د پيرو په پلازمېنه لېما کې د ارام بحر یا سمندر د سیمې (اسیا پاسېفېک) اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړي. البته هغه په دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.
کاناډايي رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو د هغه هېواد يو پخوانی عسکر ډېوېډ لاوري د نومبر پر ۱۱مه کابل ته له رسېدو سره سم نیولی دی.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رپورټونه وايي چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه نو هغه کاناډايي سرتېري له ۱۰۰ کسانو سره له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې وه.
هغه پخوا په افغانستان کې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ خاوند وو، خو معلومه نه ده چې لاوري اوس ولې هلته تللی دی.