امریکايي رسنۍ راپورونه ورکوي چې د ولسمشر جو بایډن ادارې هغه بندیزونه لیرې کړي چې د اوکراین پر روسيې دننه د ژور برید کولو لپاره د امریکايي وسلو د کارولو مخه نیسي.
نیویارک ټایمز، اشوشيېټېډ پرېس (اې پي) او رویټرز اژانسونو دا راپورونه د نومبر پر ۱۷مه له دې موضوع څخه د خبرو چاروکیو له قوله خپاره کړي دي.
سپینې ماڼۍ يا وایټ هاوس تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که دا خبرونه تاييد شي نو دا به په داسې حال کې د امريکا په تګلاره کې د يوه مهم بدلون څرګندونه وي چې په اړه يې کییف له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوله.
رویټرز اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې کییف پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې د ورته اوږد واټن لومړی برید ترسره کړي، خو په اړه يې څه مشخص مالومات نه دي په ډاګه کړي. رویټرز پر دې موضوع د خبرو درې سرچینو په حواله ویلي چې اوکراین ممکن له هغو راکټونو څخه کار واخلي چې تر ۳۰۰ کیلوميټره پورې هدف په نښه کولای شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسکي دا راپورونه نه دي تایید کړي، خو ویلي یې دي چې "داسې خبرې اعلانېږي نه بلکې، توغندي به په خپله خبرې وکړي".