د بلوچستان په سرښار، کوټه کې يو د لادرکه شوي ماشوم د موندلو او خوشې کولو لپاره د احتجاجونو لړۍ د نومبر پر ۱۸مه، په څلورمه ورځ هم دوام لري.
هغو مظاهره چيانو د بلوچستان اسمبلۍ مخې احتجاجي پرلت وهلی دی. د هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی دی.
د مصور خان په نوم دغه ۱۰ کلن ماشوم چې د کوټې د یو صراف راز محمد زوی دی، د نومبر په ۱۵مه، ناڅرګنده کسانو د کوټې له ملتاني محلې څخه تښتولی دی. په کوټه کې د تاجرانو د اتحادیې مرستیال اغا ګل خلجي مشال رېډیو ته وویل چې د مصور خان د تښتونې پېښې سوداګر او کاورباریان ویرولې دي.
بلخوا د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو تر غونډې وروسته، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبايي مشر نصرالله زیري مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۹مه به په کوټه ښار کې بشپړ کاربندیز وي.
چارواکي وايي کوښښ کوي چې لادرکه ماشوم پيدا کړي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د خوشي کولو لپاره حکومت جدي هلې ځلې کوي او تر څه حده پرمختګ هم پکې شوی دی. تر اوسه کومې ډلې يا تښتوونکو په دې اړه څه نه دي ويلي.