اسټراليا له پاکستانه د دريوو ۲۰ اووره کرکټ سیاليوو لوبلړۍ وګټله

د پاکستان عرفان خان تر اوټ کېدو وروسته

د اسټراليا کرکټ لوبډلې پاکستان ته په درېيمه ۲۰ اووره سیالۍ کې په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۱۸مه، په هوبارټ کې شوې دې لوبه کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په ۱۹م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۷ منډې جوړې کړې. بابر اعظم تر ټولو ډېرې، ۴۱ منډې وکړې. د اسټراليا لخوا ارون هارډی تر ټولو ډېرې ۳ ويکټې واخیستې.

د اسټراليا لوبډلې د پاکستان ورکړی هدف په دولسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. مارک سټوينس تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې جوړې کړې او اوټ نه شو. هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

په دې دريوو لوبو کې د اسټراليا سپېنسر جانسن د پاکستان ۸ لوبغاړي اوټ کړل او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو. تر دې مخکې د دې سیاليوو لومړۍ دوه هم اسټراليا ګټلې وې.