لبنان او حزب الله له اسراييلو سره د ډزبندۍ په اړه پرامريکايي وړاندیز هوکړه کړې ده

د لبنان د پارلېمان د سپيکر معاون علي حسن خليل ويلي دي چې هېواد يې په لبنان کې د امريکا سفیر ته په ليکلې بڼه خپل ځواب رسولی دی. پخوانی انځور

لبنان او حزب الله له لږو تحفظاتو سره له اسراييلو سره د ډزبندۍ په اړه دامريکا له وړاندیز سره اتفاق کړی دی.

يوه لوړ پوړې لبناني چارواکي دغه خبره رويټرز خبري اژانس ته د نومبر پر ۱۸مه نېټه کړې ده او دا یې تر اوسه پورې د جګړې ختمولو په لړ کې تر ټولو جدي هلې ځلې بللې دي.

د لبنان د پارلېمان د سپيکر معاون علي حسن خليل ويلي دي چې هېواد يې په لبنان کې د امريکا سفیر ته په ليکلې بڼه خپل ځواب استولی دی.

د ده په خبره د سپينې ماڼۍ استازي اموس هاکستين بيروت ته سفر کوي چې خبرو ته دوام ورکړي. تر دې دمه د اسراييلو لخوا په دې اړه هېڅ څرګندونې نه دې شوې.

امريکا حزب الله ترهګره ډله ګرځولې ده . البته حزب الله چې سياسي څانګه يې د لبنان په پارلېمان کې هم څوکۍ لري ،اروپايې اتحاديې یې يوازې وسله واله څانګه په تور لسټ کې اچولې ده.