کوټه کې د يو ماشوم د تښتونې د پېښې ضد نن مکمل کاربندیز دی

د کاربندیز اعلان مرکزي انجمن تاجران بلوچستان کړی او د صوبې سیاسي‌ ګوندونو او وکیلانو یې ملاتړ کړی دی. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یو ۱۰ کلن ماشوم تښتول کېدو پرضد نن (نومبر ۱۹مه) په بشپړه توګه کار بندیز دی او د ښار ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

د کاربندیز اعلان مرکزي انجمن تاجران بلوچستان کړی او د صوبې سیاسي‌ ګوندونو او وکیلانو یې ملاتړ کړی دی.

د نومبر پر ۱۸مه د سوداګرو او بېلا بېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو تر غونډې وروسته، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبايي مشر نصرالله زیري مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۹مه به په کوټه ښار کې بشپړ کاربندیز وي.

د حکومت له لوري پر دې مهال امنیتي ګامونه پورته شوي چي له امله یې د ښار په بېلا بیلو برخو کي پولیسو اوامنیتي سرتیري ځای پرځای شوي دي.

تاجران او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم زر تر زره پیدا او خوشی کړي.

د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، تجارانو او د سیاسي‌ ګوندونو غړو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او له هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی وو.

د مصور خان په نوم دغه ۱۰ کلن ماشوم چې د کوټې د یو صراف راز محمد زوی دی، د نومبر پر ۱۵مه، ناڅرګنده کسانو د کوټې له ملتاني محلې څخه تښتولی وو.

دا هم وګورئ:

کوټه کې د تښتول شوي ماشوم خپلوانو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلیبېلابېل ګوندونه وايي حکومت او امنیتي ادارې د بلوچستان د ولس په ساتنه کې ناکامه شوي دي

په کوټه کې د تاجرانو د اتحادیې مرستیال اغا ګل خلجي مشال ر‌ېډیو ته وویل چې د مصور خان د تښتونې پېښې سوداګر او کاورباریان وېرولي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د خوشي کولو لپاره حکومت جدي هلې ځلې کوي او تر څه حده پرمختګ هم پکې شوی دی. تراوسه پورې نه ده معلومه چې هغه چا او ولې تښتولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي ګوندونو او تجارانو په وینا، په بلوچستان کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات ډېر خراب شوي دي.

دوی د نومبر پر ۱۶مه د بلوچستان د وضعیت په اړه ګڼګونديزه غونډه کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې حکومت او امنیتي ادارې په هغه صوبه کې د ولس د ژوند او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د هغې غونډې تابیا مذهبي ګوند جماعت اسلامي کړې وه او د یاد ګوند صوبايي مرستیال مشر عبدالکبیر شاکر مشال راډیو ته ويلي ول چې د بلوچستان حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي او پکې ناامني او جرمونه زیات شوي دي.

د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته ویلي وو چې حکومت د ناامنۍ جوړونکیو پرضد اقدامات کوي.