اوکرایني چارواکي: د روسيې په حمله کې ۶ کسان وژل شوي او۱۲ ټپیان دي

په سومي کې د روسيې په بريد کې ويجاړې شوې ودانۍ.

د اوکراین په سومي سیمه کې پوځي چارواکو د نومبر پر ۱۹مه ویلي چې هلوخېف ښار کې بېګا د روسیې په تازه برید کې د یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۱۲ کسان ټپيان دي.

چارواکو زیاته کړې چې په برید کې استوګنځای په نښه کړل شوی دی. دوی ویلي چې د ژغورنې عملیات دوام لري او کېدای شي چې د ودانۍ تر ملبې لاندې نور کسان هم ګېر پاتې وي.

د اوکراین چارواکو دا هم ویلي چې د نومبر پر ۱۸مه هم په سومي سیمه کې د روسیې له پولې څخه په ۴۰ کیلومیټرۍ کې د استوګنې په یوې ودانۍ د توغندي برید شوی وو چې پکې د ۲ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۸۹ زخمیان شوي ول.