د بر جنوبي وزیرستان پولیس وايي، د لدې تحصیل په سیګا کلي کې د نومبر پر ۱۸مه پر یوه کور د هاوان توغندی لګېدلی دی چې یو تن پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي یعبود خان د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د پوځ او وسله والو ترمینځ ګوله باري شروع وه، چې د پوځ یو هاوان توغندی د قربان علي پر کور ولګېدی.
د ده په وینا، په دې پېښه کې قربان علي او د هغه ښځه ژوبل شو او یوه لور یې ووژل شوه.
د لدې تاڼې د پولیسو مشر شعیب مسید مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د پېښې پلټنه شروع کړې ده خو نوموړي دا پخلی ونه کړ چې توغندی د پوځ او که د وسله والو لخوا توغول شوی وو.
په جنوبي وزیرستان کې د سیاسي ګوندونو د اتحادیې مشر مولانا صالح شاه د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت په ضلع کې د امن په راوستلو کې پاتې راغلی دی چې له وجې یې د ده په وینا، د خلکو سر او مال خوندي نه دي پاتې.
د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ځواکونو تل د داسې تورونو په ځواب کې ویلي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.