په کوټه کې د يو ماشوم د تښتولو پرضد کاربنديز او احتجاج شوی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کوټه کې د یو ۱۰ کلن ماشوم د تښتول کېدو پرضد د احتجاج په توګه په هغه ښار کې د نومبر پر ۱۹مه کار بندیز وو او د کوټې ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي ول. د کاربندیز اعلان د بلوچستان د سوداګرو مرکزي اتحاديې کړی وو چې د صوبې سیاسي ګوندونو او وکیلانو یې هم ملاتړ کړی وو.
د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، سوداګرو او د سیاسي ګوندونو غړو د نومبر له ۱۸مې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی دی.
د مصور خان په نوم دغه ۱۰ کلن ماشوم چې د کوټې د یو صراف راز محمد زوی دی، د نومبر پر ۱۵مه، ناڅرګنده کسانو د کوټې له ملتاني محلې څخه تښتولی وو.
ويډيو رپورټ.