په کییف کې امریکايي سفارت خپل فعالیتونه ځنډولي دي

د اوکراين په پلازمېنه کييف کې د امريکا د سفارت ودانۍ پخوانی انځور.

د امریکا سفارت د اوکراین په پلازمېنه کییف کې خپل سفارتي فعالیتونه ځنډولي دي.

په کییف کې د امریکا سفارت د نومبر پر ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د احتمالي هوايي برید په اړه یې "ځانګړي معلومات" ترلاسه کړي او پرېکړه یې کړې ده چې په سفارت کې خپلې چارې ودروي.

په بيان کې د سفارت کارکوونکو او امریکايي وګړو ته ویل شوي دي چې که په کييف کې د برید خبرتیا اعلان شي نو ځان دې سمدستي پناه ځایونو ته ورسوي.

سفارت د احتمالي برید په اړه د نور تفصيل له ورکولو پرته زیاته کړې ده چې د ډېر احتیاط له مخې سفارت تړي او د سفارت کارمندانو ته لارښوونه کوي چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د نومبر پر ۲۰مه سهار وختي د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو له امله د کییف په ګډون د اوکراین په یوشمیر سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د امريکا ولسمشر جو بایډن کییف ته په ورکړل شويو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو په روسیه کې دننه د هدفونو په نخښه کولو اجازه ورکړه.

کرېملېن د دې په غبرګون کې ویلي دي چې د بایډن دا اقدام "پر اور د تېلو پاشلو" معنا لري.