قرغیزستان کې پرله پسې سېلابونو ۳۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په تېرو څلورو کلونو کې سېلابونو د قرغیزستان د جنوبي ولایت باتکن د اکتریک کلي له ۳۰۰ څخه ۳۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي. د کلي اوسېدونکي وايي چې پخوا یې هېڅکله داسې مسلسل سېلابونه نه ول لیدلي. پوهان وايي چې د سېلابونو لامل اقلیمي یا د اب و هوا بدلون دی. نړیوال بانک اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به د اقلیمي بدلون له وجې ۲۰۰،۰۰۰ قرغیزستانیان بې کوره شي. نور د مشال راډیو د قرغیزۍ څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.