کینیايي ادارو له فیلانو د فصلونو ژغورلو نوې طریقه موندلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افریقايي هېواد کینیا کې د فیلانو (هاتیانو) شمېر خورا زیات شوی دی او کروندګر اکثر شکایت کوي چې هغوی یې فصلونه خرابوي. خو اوس د وحشي ژویو د ژغورنې ادارې د فیلانو د ساتنې له خیریه ادارې سره یو ځای د شاتو موچیو یوه پروژه پیل کړې چې پکې د پټیو شاوخوا ته موچیو بکسونه ایښوول کېږي او بیا هاتیان هغو پټیو ته نه ورځي. خو د شاتو موچۍ څنګه فصلونه له فیلانو ژغوري؟ ځواب یې د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.