د شام پر پالمېرا ښار د اسراييلو په بريدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي، له ۵۰ زيات ژوبل دي

پالمېرا د شام لرغونی ښار دی چې ګڼې لرغونې ودانۍ او تاريخي اثار لري ـ انځور له ارشيفه

د شام (سوريې) دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد پر لرغوني پالمېرا (په عربۍ کې تدمر بلل کېږي) ښار د اسراييلو په هوايي بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ژوبل شوي دي.

وزارت د نومبر پر ۲۰مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د اسراييلو په هوايي بریدونو کې ځينې ودانۍ په نخښه شوې دي. بلخوا د شام د بشري حقونو د څار برېتانيا مېشتې ډلې ويلي دي چې په هغو حملو کې د وژل شويو شمېر ۶۱ دی.

اسراييلو په دې اړه څه بیان نه دی ورکړی خو پخوا یې په تکراري ډول ويلي ول چې په شام کې د ايراني شتون د پراخوالي اجازه نه ورکوي.

تر دې وړاندې، د شام دولتي خبري اژانس ويلي ول چې د نومبر پر ۱۴مه د پلازمېنې دمشق په لوېديځ کې په المزه او القدسیه سيمو کې پر دوو ودانیو د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي ول.

هغه وخت د اسراییلي پوځ راډیو ويلي ول چې په دمشق کې يې د حملو اهداف د فلسطینۍ وسلوالې ډلې اسلامي جهاد مرکزي دفتر او نورې "شتمنۍ" وې، خو په دې اړه یې نور تفصيل نه وو ورکړی.

اسراییلو په غزه کې د څه باندې یو کلني عملیاتو وروسته جنګ لبنان او شام ته غځولی دی او هلته یې د حزب الله او اسلامي جهاد ډلو پرضد هوايي او ځمکنيو بریدونو ته دوام ورکړی دی.