د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د کورمې برید پرضد مظاهرې شوې دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله د وسلوال برید پرضد د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. چارواکي وايي، د نومبر ۲۱مې په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د نومبر پر ۲۲مه په کورمه کې د یوشمېر وژل شویو جنازې وشوې. د اسلام اباد او پېښور مظاهرچیانو له حکومته د سړکونو او لارو د امنیت غوښتنه وکړه. مظاهرچیان وايي، حکومت دې د پېښې پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر د حملې د پلټنو امر کړی دی او له چارواکو یې راپور غوښتی دی. ویډیويي رپورټ.