د بلوچستان حکومت د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې قانون ۱۴۴ دفعه نافذه کړې ده، چې تر ۱۵ ورځو پورې به دوام ولري.
په کوټه کې د کورنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۲مه نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په کوټه او د صوبې په نورو برخو کې به تر ۱۵ ورځو پورې دفعه ۱۴۴ نافذه وي. د خبرپاڼې له مخې، حکومت دا ګام په صوبه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره پورته کړی دی.
د دفعه ۱۴۴ لاندې به په ټوله صوبه کې پر هر ډول غونډو، لاریونونو او پرلتونو بندیز وي. د دې ترڅنګ، د پینځه کسانو څخه زیات به په یو ځای نه شي راټولېدلای او د وسلو ښکاره کول هم بند دي.
د بلوچستان حکومت دا اقدام تر هغه وروسته پورته کړی دی چې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د ۱۰ کلن ماشوم، مصویر خان کاکړ د خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی.
دا راز سیاسي ګوندونو خبرداری ورکړل شوی چې که مصویر خان خوشې نه شي، نو هغوی به د نومبر په ۲۵مه د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې لویې لارې د موټرو او لاریو پر مخ وتړي.
مصور خان د نومبر په ۱۵مه هغه وخت په کوټه کې د ملتاني محلې څخه نامالومه کسانو وتښتواه چې هغه له کوره مدرسې ته روان وو. هغه د کوټې د یو صراف رازمحمد کاکړ زوی دی. د مصویر خان د خلاصولو لپاره د نومبر پر ۱۹مه د کوټې په ښار کې کاروباریانو کاربندیز کړی وو.
تاجران او سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې حکومت دې تښتول شوی ماشوم زر تر زره پیدا او خوشی کړي.
د تښتول شوي ماشوم خپلوانو، تجارانو او د سیاسي ګوندونو غړو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او له هغه پرلت سره په ملګرتيا کې د صوبې وکیلانو د نومبر پر ۱۸مه، د احتجاج په توګه له عدالتو بایکاټ کړی وو.
دا هم وګورئ:
کوټه کې د تښتول شوي ماشوم خپلوانو د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلیبېلابېل ګوندونه وايي حکومت او امنیتي ادارې د بلوچستان د ولس په ساتنه کې ناکامه شوي ديپه کوټه کې د يو ماشوم د تښتولو پرضد کاربنديز او احتجاج شویپه کوټه کې د تاجرانو د اتحادیې مرستیال اغا ګل خلجي مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د تښتونې پېښې سوداګر او کاورباریان وېرولي دي.
د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل چې د مصور خان د خوشي کولو لپاره حکومت جدي هلې ځلې کوي او تر څه حده پرمختګ هم پکې شوی دی. تراوسه پورې نه ده معلومه چې هغه چا او ولې تښتولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي ګوندونو او تجارانو په وینا، په بلوچستان کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات ډېر خراب شوي دي.
دوی د نومبر پر ۱۶مه د بلوچستان د وضعیت په اړه ګڼګونديزه غونډه کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې حکومت او امنیتي ادارې په هغه صوبه کې د ولس د ژوند او مال په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
د هغې غونډې تابیا مذهبي ګوند جماعت اسلامي کړې وه او د یاد ګوند صوبايي مرستیال مشر عبدالکبیر شاکر مشال راډیو ته ويلي ول چې د بلوچستان حالات ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي او پکې ناامني او جرمونه زیات شوي دي.
د صوبې لوړپوړي یا سینییر وزیر میر ظهور بلېدي د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان دولتي ټېلېوېژن ته ویلي وو چې حکومت د ناامنۍ جوړونکیو پرضد اقدامات کوي.