د لبنان د پلازمېنې بيروت په مرکزي سيمه کې د اسراییلیو ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د نومبر ۲۳مې حمله پر داسې مهال شوې چې ډېپلوماټانو په منځني ختیځ کې د اوربند هڅې چټکې کړې دي.
د لبنان د ملکي دفاع چارواکو ویلي چې د بیړنیو حالاتو کارکوونکي لا هم تر ړنګو ودانیو لاندې د ژوندي پاتې کسانو په لټه کې دي. هغوی په حمله کې د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره ښوولې ده.
دا له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د لبنان پر سرښار د اسراییلو څلورم برید دی. هلته ترینګلتیا تر هغې وروسته زیاته شوې چې د امریکا ځانګړی استازی اموس هوخسټین روانه اوونه سیمې ته ورغی چې د اوربند موافقې مینځګړتوب وکړي او د اسراییلو او حزب الله ترمینځ ۱۳ میاشتنۍ نښتې ودروي.
د دواړو خواوو ترمینځ تاوتریخوالی له تېرو دوو میاشتو راهیسې په بشپړې جګړې اوښتی دی.
حزب الله یوه وسلواله ډله او سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب ډېری برخې کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري.
امریکا حزب الله یوه ترهګره ډله بولي خو اروپايي ټولنې یې یوازې وسلواله څانګه د بندیزونو په نوملړ کې شامله کړې ده.